Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 13:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 کوم خلق چې هلته اوسيږى د هغوئ ټول مال هم راوړئ او د ښار په مرکزى ځائ کښې يې ډېرے کړئ. بيا هغه ښار او چې په هغې کښې څۀ هم وى مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته د نذرانې په توګه وسوزوئ. دا ښار به د همېشه دپاره کنډر پاتې کيږى او دا به هيڅکله بيا آباد نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 13:16
13 Iomraidhean Croise  

هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى.


دا د دمشق په حقله پېغام دے، ”د دمشق ښار به تباه شى، او دا به تش د کنډرو يو ډېرے پاتې شى.


تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”خو هغه ورځې راروانې دى کله چې زۀ به د عمونيانو د ربه د ښار خلاف د جنګ آواز وکړم. دا ښار به د تباهۍ نه د خاورو يو ډېرے جوړ شى، او د خوا او شا کلى به يې وسوزولے شى. نو بيا به بنى اِسرائيل هغه کسان وشړى چا چې دوئ شړلى وُو.


زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم.


د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.


هغه بُتان خپلو کورونو ته مۀ راوړئ، ګنې په تاسو به هم هغه لعنت وى کوم چې په هغوئ دے. تاسو خامخا د دې بُتانو نه کرکه کوئ او سپک ورته ګورئ، ځکه چې دا لعنتى دى.


هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل.


بيا هغوئ ښار او په هغې کښې هر څۀ وسوزول، خو صِرف سرۀ زر، سپين زر، زېړ او اوسپنه هغوئ پرېښودل او د مالِک خُدائ په خزانه کښې يې کېښودل.


په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“


يشوَع عى وسوزولو او په کنډر يې بدل کړو او هغه تر نن ورځې پورې هم هغسې دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan