11 نو د بنى اِسرائيلو ټول خلق به خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او بيا به هيڅکله هيڅ څوک هم داسې بد عمل ونۀ کړى.
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.
کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى.
کله چې يو مسخره کوونکى ته سزا ورکړے شى، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړى، خو کله چې د هوښيار لارښودنه وشى، نو هغه ترې نه نور عِلم حاصلوى.
”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى.
او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“
کله چې تاسو په هغه ښارونو کښې اوسېږئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو کېدے شى چې تاسو خبر شئ
نو هر څوک چې د دې نه خبر شى نو وبه يريږى او د عدالت فېصلې به منى.
بيا به هر يو کس خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او هيڅ څوک به هم بيا داسې بد عمل نۀ کوى.
نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.
څوک چې ګناه کوى، هغوئ د ټول جماعت په وړاندې ملامت کړئ د دې دپاره چې نور خلق هم وۀ يريږى.
او يشوَع وفرمائيل، ”تا ولې په مونږ داسې سخت تکليف راوستے دے؟ اوس به مالِک خُدائ په تا تکليف راولى.“ بيا ټولو خلقو عکن سنګسار کړو او مړ شو. هغوئ د هغۀ خاندان سنګسار کړل او هغوئ يې سره د هر څۀ وسوزل.