1 کېدے شى چې پېغمبران يا د خوبونو تعبير ورکوونکى د يوې معجزې يا د يوې عجيبه نښې وعده وکړى،
نو د بيتايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.
نو د يهوداه پېغمبر د هغه بوډا پېغمبر سره کور ته لاړو او د هغۀ سره يې روټۍ وخوړه او اوبۀ يې ورسره وڅښلې.
د هغۀ د کلام سره اضافه مۀ کوه ځکه چې هغه به دې ورَټى او دروغژن به دې ثابت کړى.
مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بېخُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى.
په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بېحسابه دروغو سره زما خلق بېلارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.
نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.
مالِک خُدائ په بابل کښې دا پېغام سمعياه نحلامى ته راولېږلو،
تۀ مالِک خُدائ د يهويدع په ځائ اِمام جوړ کړې او هغۀ تۀ د خپل کور مشر جوړ کړې. نو تا ته په کار دى چې هر يو ليونے کس چې په دروغو سره نبوت کوى د لرګى په کنده کښې بند کړې او په غاړه کښې ورته د اوسپنې زنځير واچوې.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.
د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.
نو په دې وجه تاسو به نور نۀ د دروغو رويا وګورئ او نۀ به فالګرى وکړئ. زۀ به خپل خلق ستاسو د لاسه بچ کړم. او بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بېفائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.
په هغه ورځ به پېغمبران په پېشګوئې کولو او په رويا بيانولو شرميږى. د پېغمبرانو په ببره چُوغه اچولو به څوک هم نۀ دوکه کوى.
ډېر دروغژن نبيان به راپورته شى او ډېر خلق به بېلارې کړى.
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.
افسوس دے په تاسو کله چې ټول خلق ستاسو ښۀ تعريف کوى نو دغه شان د هغوئ پلار نيکونو د دروغژنو نبيانو تعريف هم کولو.
خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.
بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
زۀ چې تاسو له کوم حُکم درکړم په هغې کښې مۀ څۀ زياتوئ او مۀ څۀ کموئ. چې ما مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم حُکمونه درکړى دى په هغې عمل کوئ.
د دې بېدينه کس راتلل او کارونه به د شېطان په طاقت وى، څوک چې به هر قسم قدرت، د دروغو نښې او معجزې به ښکاره کوى،
خو څنګه چې په بنى اِسرائيلو کښې د دروغو نبيان راوچت شوى وُو، هم دغه شان به په تاسو کښې د دروغو اُستاذان راوچت شى. هغوئ به په پټه هلاکوونکى بدعتونه راوباسى او هغوئ به د هغه مالِک نه اِنکار وکړى چا چې د هغوئ فديه ورکړې ده، او په خپلو ځانونو به زر هلاکت راولى.
ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.