8 کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو چې داسې کارونه ونۀ کړئ لکه چې دلته يې کوئ. تر اوسه پورې چې تاسو ته څۀ ښۀ ښکارېدل نو هم هغه شان مو کول،
هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى.
اے بنى اِسرائيلو، کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړې دى څۀ؟
چې هر کله هم تاسو دا مزى ګورئ نو تاسو ته به زما ټول حُکمونه درياديږى او عمل به پرې کوئ، نو تاسو به زما نه نۀ اوړئ او د خپلو سترګو او زړۀ په خواهشونه پسې به نۀ ګرځئ.
خو په داسې کولو خُدائ پاک د هغوئ نه نارضا شو او هغوئ يې پرېښودل چې د آسمان د ستورو عبادت وکړى لکه څنګه چې د نبيانو په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”اے بنى اِسرائيلو کله چې تاسو د څلوېښتو کالو دپاره په بيابان کښې وئ نو ما ته مو کله قربانۍ او نذرانې راوړى دى څۀ؟
هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.
ځکه چې تاسو ته هغه ميراث لا نۀ دے مِلاو شوے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، چې هلته به تاسو په امن کښې اوسېږئ.
بيا يشوَع خلقو ته وفرمائيل، ”دلته راشئ او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو ته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ.
په هغه وخت کښې په بنى اِسرائيلو کښې يو بادشاه هم نۀ وو، خلقو هم هغه شان کول چې څۀ يې خوښه وه.
په هغه وخت کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه نۀ وو. هر چا هم هغه شان کار کولو چې څنګه يې خوښه وه.