Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 12:5
50 Iomraidhean Croise  

د سليمان زوئ رحُبعام د يو څلوېښتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ اوولس کاله په يروشلم کښې بادشاهى وکړه، دا هغه ښار دے چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو ټولې علاقې نه خوښ کړے دے چرته چې د هغۀ عبادت کيږى. د رحُبعام مور نعمه د عمون وه.


د کوم وخت نه چې ما خپل خلق د مِصر نه راويستلى دى، نو ما د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چرته به چې هغه کور جوړيږى چې هلته به زما عبادت کيږى. خو داؤده، زۀ تا خوښوم چې زما په خلقو بادشاهى کوې.“


او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے.


خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟


خو په دې کور شپه او ورځ نظر وساته، دا ځائ چې تا د عبادت دپاره خوښ کړے دے. مخ مې دې کور ته کړو او زما سوال واوره.


يا به تۀ ما ته دا ووائې چې تۀ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه کوې. خو دا هغه خُدائ پاک نۀ دے چې حزقياه د هغۀ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، او هغۀ د يهوداه او د يروشلم خلقو ته وفرمائيل چې صِرف په يروشلم کښې د قربان‌ګاه سره عبادت کوئ.


نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربان‌ګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“


نو مالِک خُدائ هغۀ ته د شپې راڅرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده او دا ځائ د يو داسې ځائ په توګه قبلوم چرته به چې ما ته نذرانې پېش کيږى.


او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.


هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“


تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله او مے په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربان‌ګاه باندې پېش کړئ.


خو کۀ بيا تاسو ما ته راوګرځېدئ او زما په حُکمونو عمل کوئ، نو زۀ به تاسو واپس هغه ځائ ته راولم کوم ځائ چې ما د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے دے، کۀ تاسو د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې هم خوارۀ وارۀ يئ.


خو هغۀ د يهوداه قبيله غوره کړه، او د صيون غر چې زياته مينه يې ورسره وه.


مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمد‌و‌ثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.


زما دپاره د خاورې نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.


زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.


مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.


تاسو د سيلا ښار ته لاړ شئ، په کوم ځائ کښې چې ما خپله وړومبۍ عبادتخانه جوړه کړې وه، نو هلته به درته دا پته ولګى چې ما خپل قوم بنى اِسرائيل سره د دوئ د شرارت په وجه هغه ښار سره څۀ کړى دى.


نو بيا چې ما کوم افت په سيلا ښار نازل کړے دے نو زۀ به هم هغه افت په دې عبادتخانې چې زما نوم پرې ليکلے شوے دے، او په دې عبادتخانه چې تاسو پرې يقين کوئ، او په دې ځائ چې ما ستاسو پلار نيکۀ او تاسو له درکړے دے نازل کړم.


کله چې موسىٰ مقدسې خېمې ته دننه لاړو چې د مالِک خُدائ سره خبرې وکړى، هغۀ د مالِک خُدائ خبرې واورېدلې چې د لوظ د صندوق د سر دپاسه او د دوه وزرو والا مخلوق د مينځ نه يې د هغۀ سره کولې.


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


تاسو به خپلې نذرانې هلته نۀ پېش کوئ چې چرته ستاسو خوښه وى،


تاسو او ستاسو بچى به، سره د ستاسو نوکرانو او د ليويانو چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا نذرانې به صِرف د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې خورئ، صِرف د عبادت په هغه يو ځائ کښې کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى. او تاسو به هلته په هغه هر څۀ باندې خوشحاله يئ کوم چې تاسو کړى وى.


د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ لکه څنګه يې چې هغوئ کوى.


بيا هغه يو ځائ ته ځئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د خپل عبادت دپاره خوښ کړے دے او هلته د هغۀ په حضور کښې د خپل فصل، ميو او د زيتُونو تېلو او ستاسو د وړومبى پېدا شوى څاروو او ګډو لسمه برخه خورئ. دا د دې دپاره کوئ چې تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېدل زده کړئ.


کۀ د عبادت ځائ ستاسو د کور نه ډېر لرې وى چې هلته د خپل پېداوار لسمه برخه يوسئ چې مالِک خُدائ د هغې برکت درکړے دے، نو بيا داسې وکړئ،


تاسو، او ستاسو خاندان به هر کال د عبادت په يو ځائ کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې دا خورئ.


د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم ځائ خوښ کړے وى نو په هغه ځائ کښې اووۀ ورځې اختر وکړئ. خوشحاله اوسئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو فصل او ستاسو کار له برکت ورکړے دے.


د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى.


غوښه ويشوئ او د عبادت په هغه يو ځائ کښې يې وخورئ، او په ورپسې سحر واپس کور ته راشئ.


کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى،


هر يو ليوے چې وغواړى نو هغه د بنى اِسرائيلو د هر يو ښار نه د عبادت هغه يو ځائ ته راتلے شى


نو تاسو هر يو به خامخا د هر فصل وړومبے برخه په يوه ټوکرۍ کښې ږدئ او دا به د عبادت هغه يو ځائ ته وړۍ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درته د دې دپاره ښائى چې د هغۀ د نوم درناوے وشى.


دا ټولو بنى اِسرائيلو ته وايئ کله چې هغوئ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د عبادت دپاره، د عبادت هغه يو ځائ ته راشى.


ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.


خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ.


کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.


باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربان‌ګاه جوړه کړې ده.“


خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.


بيا ما وليدل چې د صيون په غرۀ باندې ګډُورے ولاړ وو چې ورسره يو لاک څلور څلوېښت زره کسان وُو چې په تندو يې د هغۀ نوم او د هغۀ د پلار نوم ليکلے شوے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan