ګردان 12:30 - Pakistani Yousafzai Pashto30 پام کوئ چې کله مالِک خُدائ هغه قومونه تباه کړى، نو چې د هغوئ په عبادت او رسمونو کښې راګېر نۀ شئ چې هغه ومنئ، ځکه هغه به ستاسو دپاره يو دام وى. د دې معلومولو کوشش مۀ کوئ چې هغوئ د خپلو معبودانو عبادت څنګه کوى، چې تاسو هم هغه شان عبادت وکړئ. Faic an caibideil |
هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.