27 هلته هغه نذرانې پېش کوئ کومې چې د مالِک خُدائ په قربانګاه باندې پوره سوزولے شى. هغه نذرانې هم پېش کوئ چې تاسو د هغې غوښه خورئ او وينه يې په قربانګاه باندې تويَوئ.
ربُ الافواج مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى، ”خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ واخلئ او په خپله يې غوښې وخورئ.
هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربانګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربانګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.
د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربانګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربانګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.
اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړى.