26 خپلې نذرانې او هغه تُحفې چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى د عبادت هغه يو ځائ ته راوړئ.
بيا يعقوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه، ”کۀ تۀ زما مل يې او په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې او ما له خوړلو له روټۍ راکوې او اغوستلو له جامې راکوې،
کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“
مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.
د عبادت هغه يو ځائ کۀ ډېر لرې وى، نو بيا چې ستاسو خوښه وى، نو هغه څاروے يا ګډ حلالولے شئ کوم چې مالِک خُدائ درکړے وى او تاسو هغه غوښه په کور کښې خوړلے شئ، لکه څنګه چې ما تاسو ته وئيلى دى.
هلته به خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپله لسمه حِصه او مقدسې نذرانې، خپلې منښتې، خپلې رضاکارانه نذرانې او د خپلو څاروو او ګډو وړومبى پېدا شوى بچى پېش کوئ.