Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 12:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 کۀ تاسو دا حُکم ومنئ، نو مالِک خُدائ به خوشحاله شى او ستاسو او ستاسو د بچو به هر کار سم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 12:25
16 Iomraidhean Croise  

کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى.


د هغوئ اولاد به په زمکه زورَور خلق شى، د صادقانو نسل به بختور کړے شى.


ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“


خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بې‌معنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.


د يو ګناهګار نه سل ځله ګناه کيږى خو بيا هم تر ډېره وخته پورې ژوندے وى. بې‌شکه ما ته دا هم پته ده چې کوم خلق د خُدائ پاک نه يريږى هغوئ به په خير خيريت سره ژوند کوى، يعنې هغه خلق د چا په زړۀ کښې چې د خُدائ پاک يره وى.


صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.


نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟


وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د اوبو په شان يې په زمکه تويَوئ.


په هغه هر څۀ باندې په وفادارۍ سره عمل کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به د همېشه دپاره هر کار سم وى، ځکه چې تاسو به هغه کار کوئ چې کوم صحيح وى او په کوم باندې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوشحاليږى.


چې هغه څۀ وکړئ چې مالِک خُدائ يې غواړى، نو د قتل ذمه وارى به ستاسو په غاړه نۀ وى.


د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“


د خپل مور او پلار عزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم.


په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.


د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح او ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ او ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan