24 وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د اوبو په شان يې په زمکه تويَوئ.
يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.
خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه لکه د اوبو په زمکه تويَوئ.
صِرف هغه غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى، ځکه چې په وينه کښې ژوندون وى، نو تاسو د غوښې سره ژوندون مۀ خورئ.
کۀ تاسو دا حُکم ومنئ، نو مالِک خُدائ به خوشحاله شى او ستاسو او ستاسو د بچو به هر کار سم وى.
خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.