Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 12:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کوم مُلک چې تاسو نيسئ په هغې کښې هغه ټول ځايونه تباه کړئ چرته چې هغه خلق په لوړو غرونو، په غونډو او د لويو شنو ونو لاندې د خپلو معبودانو عبادت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 12:2
22 Iomraidhean Croise  

هغوئ د غلطو خُدايانو دپاره علاقائى عبادتخانې جوړې کړې او د کاڼو ستنې او د اشيرې بُت نښې يې ولګولې چې په غرونو او د شنو ونو لاندې عبادت وکړى.


د مالِک خُدائ کور تر اوسه پورې نۀ وو جوړ شوے، نو ځکه خلقو په علاقائى عبادتخانو کښې قربانۍ پېش کولې.


بيا خلق د بعل عبادتخانې ته لاړل او راوې غورزوله، هغوئ قربان‌ګاه او بُتان ټوټې ټوټې کړل او د بعل اِمام متان يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو. يهويدع د مالِک خُدائ په کور باندې څوکيداران ودرول،


په غرونو باندې او د هرې ونې د سورى لاندې، او په علاقائى عبادتخانو احاز قربانۍ پېش کولې او خوشبوئى يې سوزولې.


يوسياه هغه علاقائى عبادتخانې ناپاکې کړې چې سليمان بادشاه د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته او د زيتُونو غرۀ جنوبى طرف ته د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره جوړې کړې وې، يعنې د صيدان عستاراتې بُت، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک.


دوئ هغه په بُت‌خانو جوړولو باندې غصه کړلو، او هغوئ د هغۀ غېرت د دوئ د بُتانو په خلاف راوپارولو.


د هغوئ معبودانو ته سجده مۀ لګوئ او مۀ يې عبادت کوئ او د هغوئ طريقې مۀ خپلوئ او د هغوئ بُتان مات کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې وغورزوئ.


شايد چې تاسو ووايئ، مونږ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه لرو. خو دا څنګه کېدے شى؟ ولې چې حزقياه خو د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، کله چې هغۀ د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف د يروشلم قربان‌ګاه وړاندې عبادت کوئ.


نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او د اشيرې بُت شکلونه همېشه رايادوى کۀ د شنې ونې په خوا کښې وى او کۀ په اوچته غونډۍ وى.


”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د ډېر پخوا نه زما جغ د خپل څټ نه اخوا کړے دے او زما نه مو اِنکار کړے دے. تاسو ووئيل، ”زۀ به نور ستا بندګى نۀ کوم.“ په هره لوړه غونډۍ او د هرې شنې ونې لاندې څملاستئ او د کنجرو په شان مو زنا وکړه.


تۀ صرف د خپلو ګناهونو اقرار وکړه چې ګناهګار يم او تا د خپل مالِک خُدائ خلاف سرکشى کړې ده، او تا د هرې شنې ونې د لاندې د پردو بُتانو عبادت کړے دے او زما د کلام تابعدارى دې نۀ ده کړې، مالِک خُدائ دا فرمائى.


د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بې‌حرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.


د يوسياه بادشاه د حکومت په دوران کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”تا هغه څۀ وليدل کوم چې بې‌وفا اِسرائيل کړى دى؟ لکه د يوې بدکارې ښځې په شان هغې په هر يو اوچت غرۀ او د هرې شنې ونې د سورى لاندې زنا کړې ده.


د غرونو دپاسه هغوئ قربانۍ پېش کوى او هغوئ په غرونو د څېړۍ، چِنار او يا بل کوم بوټى لاندې ځکه خوشبويۍ سوزوى چې د دې سورے ډېر ښائسته وى. نو په نتيجه کښې ستاسو د لوڼو نه به کنجرې جوړې شى او ستاسو اِنږوريانې به زنا شروع کړى.


په ورپسې سحر بلق بلعام بره باموت‌بعل ته بوتلو او هلته نه ورته څۀ اِسرائيليان ښکاره شول.


د هغوئ د قربان‌ګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.


تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ لوظ ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسيږى بلکې د هغوئ د قربانۍ ځايونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan