16 خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه لکه د اوبو په زمکه تويَوئ.
خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے.
کومه وينه چې يروشلم تويه کړه نو هغه په ميدان کښې په يو کولاو ګټ تويه شوه، داسې نۀ وو شوے چې ګنې په زمکه تويه شوه او دوړې پټه کړه.
نو دې خلقو ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تاسو د وينو نه ډکې غوښې خورئ، او د معبودانو عبادت کوئ، او وينه تويوئ، نو تاسو په داسې کولو سره خپل ځان د دې زمکې حقدار ګڼئ څۀ؟
داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ.
يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.
بلکې په ليکلو ورته هدايت وکړُو چې بُتانو ته پېش کړے شوې نذرانې او زناکارۍ نه او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د هغې د وينې نه ځان وساتئ.
تاسو ته په کار دى چې بُتانو ته د نذر کړې قربانۍ نه، د هغې د وينې او د مُردار شوى څاروى غوښې نه او د زناکارۍ نه ځان ساتئ. کۀ تاسو د دې څيزونو نه ځانونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. وسلام.“
داسې ځناور تاسو په خپل کور کښې خوړے شئ، ستاسو هر يو کس، کۀ پاک وى يا ناپاک، نو دا خوړلے شى، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا غرڅۍ خورئ.
خو د دې وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، او خامخا يې د اوبو په شان په زمکه تويَوئ.
ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ،
نو هغوئ هغه څيزونو له تېز لاړل چې د دشمن نه يې اخستى وُو، څاروى او د څاروو بچى يې راونيول، هم په هغه ځائ يې حلال کړل او هغه غوښه يې وخوړه چې وينه لا په کښې وه.
ساؤل ته ووئيلے شول، ”ګورئ، خلق د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کوى چې هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې ده.“ ساؤل چغه کړه، ”تاسو غدار يئ. دلته يو غټ کاڼے ما له راورغړوئ.“