ګردان 12:11 - Pakistani Yousafzai Pashto11 مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى. Faic an caibideil |
بلکې د دې دپاره مو جوړه کړه چې دا زمونږ او ستاسو او زمونږ نه پس د نسلونو دپاره يو يادګار وى، چې مونږ بېشکه د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې د هغۀ عبادت کوُو او هغۀ ته خپلې نذرانې وسوزوو او قربانۍ او د سلامتۍ نذرانې پېش کوُو. نو داسې ستاسو اولاد به دا خبره نۀ کوى چې د مالِک خُدائ سره زمونږ هيڅ کار نشته.