د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“
د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح او ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ او ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده،
اے بنى اِسرائيلو، غوږ شئ. او په دې حُکمونو باندې عمل کوئ نو ستاسو هر کار به سم وى او په هغه مُلک کښې به مو ډېر اولاد پېدا شى چې زرخيزه او آباد دے، لکه څنګه چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک، تاسو سره وعده کړې ده.
په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.