8 نن چې زۀ کوم قانون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاو شى چې د سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک قبضه کړئ کوم ته چې تاسو وردننه کېدونکى يئ.
ما چې کله هم تا ته سوال زارى کړې ده، تا قبوله کړې ده، تا زۀ په طاقت ورکولو تکړه او زړَور کړم.
د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.
خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.
هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“
زۀ دُعا کوم چې هغه د خپل لوئ جلال په مطابق تاسو ته هغه څۀ درکړى چې تاسو په خپل باطنى انسانيت کښې د هغۀ د روح په وسيله ډېر قوى شئ.
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
آو، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.
مالِک خُدائ تاسو له په هر څۀ کښې برکت درکړے دے، خو تاسو په خوشحالۍ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت ونۀ کړو.
بيا مالِک خُدائ د نون زوئ يشوَع سره خبرې وکړې او ورته يې وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه. تۀ به اِسرائيليان هغه مُلک ته بوځې چې ما د هغوئ سره د هغې وعده کړې ده او زۀ به ستا مل يم.“
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې تاسو ته هغه ټول قانون وښايم چې په هغې به تاسو په هغه مُلک کښې عمل کوئ چې په کوم باندې تاسو حمله کوئ او قبضه کوئ يې.
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.