7 آو، تاسو هم هغه خلق يئ چې په خپلو سترګو مو هغه ټول کارونه ليدلى دى څۀ چې مالِک خُدائ کړى وُو.
د مالِک خُدائ د زورَورو کارونو بيان څوک کولے شى او څوک پوره د هغۀ ثناء صِفت بيانولے شى؟
نو چې ستا په طاقتمند کارونو ټول خلق پوهه شى، او ستا د بادشاهت د جلالى شان او شوکت نه خبر شى.
د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د بېحده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.
نن چې زۀ کوم قانون درکوم په هغه ټول عمل کوئ، نو تاسو ته به طاقت مِلاو شى چې د سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک قبضه کړئ کوم ته چې تاسو وردننه کېدونکى يئ.
نو د هغۀ تابعدارى کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه او قانون پوره کوئ چې نن يې زۀ درکوم.“
موسىٰ ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په خپلو سترګو وليدل چې مالِک خُدائ په فِرعون، د هغۀ په ټولو درباريانو او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل.
تاسو په خپله وليدل چې د فعور په غرۀ کښې مالِک خُدائ څۀ وکړل. هغۀ هغوئ ټول تباه کړل چا چې د بعل عبادت کولو،
هغه لوظ نۀ صِرف زمونږ د پلار نيکۀ سره وو، بلکې زمونږ ټولو سره وو کوم چې نن ژوندى يُو.
هغه سختې وباګانې، معجزې او نښې رايادې کړئ چې تاسو په خپلو سترګو وليدلې او هغه لوئ طاقت او قوت چې د کوم په ذريعه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ. لکه څنګه چې هغۀ مِصريان تباه کړل، نو هغه ټول خلق به هم هغه شان تباه کړى چې تاسو ترې نه يرېږئ.
ترڅو پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس هغوئ تر هغې پورې هم دغه شان کول چې هغه مشران ژوندى وُو چې کومو مشرانو په خپله هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ څۀ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.