5 تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل.
او د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا چې د خپلو خلقو په بيابان کښې لارښودنه وکړله، د هغۀ مينه ابدى ده.
تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه، د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.
تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د آسونو او جنګى ګاډو څنګه تباه کړل او په بحرِقُلزم کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو.
هغه راياد کړئ چې د روبين قبيلې د اِلياب د زامنو، داتن او ابيرام سره يې څۀ وکړل. د ټولو په مخکښې زمکه وچاوده او هغوئ يې سره د خپلو کورَنو، د خپلو خېمو او د هغوئ د ټولو نوکرانو او ځناورو تېر کړل.