4 تاسو وليدل چې مالِک خُدائ د مِصريانو لښکر، سره د هغوئ د آسونو او جنګى ګاډو څنګه تباه کړل او په بحرِقُلزم کښې يې ډُوب کړل کله چې هغوئ تاسو پسې وُو.
اوبو د هغوئ مخالفين ټول ډوب کړل، او په هغوئ کښې يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
چې کله د فِرعون آسونه، د هغۀ جنګى ګاډۍ او د هغۀ په آسونو سوارۀ کسان درياب ته ورکوز شول، مالِک خُدائ د درياب اوبۀ واپس په هغوئ باندې راوستلې، خو بنى اِسرائيل د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه تېر شول.
هغۀ درياب کښې د فِرعون جنګى ګاډۍ او لښکر ډُوب کړو د هغۀ ښۀ ښۀ مشران په بحرِقُلزم کښې ډُوب شول.
خو اوس تاسو واپس وګرځئ او واپس بيابان ته په هغه لار لاړ شئ کومه چې بحرِقُلزم ته ځى.
تاسو ته پته ده چې مالِک خُدائ ستاسو دې ځائ ته رارسېدو نه مخکښې په بيابان کښې څۀ وکړل.
په آخر کښې مونږ راوګرځېدو او په هغه لار بيابان ته لاړُو کومه چې بحرِقُلزم ته تلې وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او ډېره موده د غرونو مُلک ادوم کښې سرګردانه ګرځېدو.
او د ايمان په وسيله بنى اِسرائيل په بحرِقُلزم داسې پورې وتل لکه چې په وُچه زمکه، خو کله چې مِصريانو د پورې وتو کوشش وکړو نو غرق شول.