31 زر به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. کله چې هغه مُلک ونيسئ او په کښې اوسېږئ،
هغه مُلک قبضه کړئ او په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم.
نو ګورئ، په هغه ټولو حُکمونو به عمل کوئ کوم چې نن زۀ درکوم.“
کله چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو هلته اوسېږئ، نو تاسو به ووايئ چې ستاسو نه ګېرچاپېره قومونو په شان تاسو ته هم د يو بادشاه ضرورت دے.
اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.
”په کېمپ کښې وګرځئ او خلقو ته ووايئ چې، څۀ خوراک تيار کړئ ځکه چې درې ورځې پس به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.“
نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول.