30 دا دوه غرونه د کنعانيانو په علاقه کښې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته دى، کنعانيان د اُردن په مېدان کښې اوسيږى، چې جِلجال ښار ته نزدې دے او د موره مقدسو ونو نه لرې نۀ دے.
ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.)
او د بيتجِلجال، جبعه او عزماوت نه راغلل.
د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے.
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”نن ما تاسو په مِصر کښې د غلامۍ د شرم نه آزاد کړى يئ.“ او په دې وجه په هغه ځائ جِلجال نوم کېښودے شو چې تر نن ورځې پورې هم په هغه نوم ياديږى.
يوه ورځ جدعون او د هغۀ ټول سړى وختى پاڅېدل او د حرود چينې په خوا کښې يې خېمې ولګولې. د ميديانيانو خېمې د هغوئ شمالى طرف ته په مېدان کښې د موره غر ته نزدې وې.
کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى.