28 لعنت به په دې کښې وى، چې تاسو د دې حُکمونو نافرمانى وکړئ او د هغه معبودانو عبادت ته واوړئ چې تاسو مخکښې نۀ دى پېژندلى.
د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى.
خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“
خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.
او چې نه تاسو په مسافر، يتيم او کونډه باندې ظلم وکړئ، او په دې ځائ کښې د بېګناه وينه تويه نۀ کړئ، او د پردو معبودانو عبادت نه لاس په سر شئ او په دې خپل ځان ته نقصان مۀ رسوئ،
بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.
ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“