26 ګورئ، زۀ نن تاسو خپلې خوښې ته پرېږدم چې برکت غواړئ او کۀ لعنت،
خو ما تاسو ته نن د هغۀ حکم واورولو، خو تاسو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د هغه پېغام پيروى نۀ کوئ د کوم دپاره چې تاسو زۀ استولے وم.
ځکه څوک چې د شريعت په عملونو بهروسه کوى، هغوئ لعنتيان دى، لکه چې په صحيفو کښې فرمائى چې، ”هر هغه څوک چې د شريعت په کِتاب کښې په ليکلے شوو ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغوئ ټول لعنتيان دى.“
ما تاسو له د برکت او لعنت په مينځ کښې خوښه درکړې ده. کله چې په تاسو باندې دا ټول کارونه شوى وى او تاسو د هغه قومونو په مينځ کښې اوسېږئ چرته چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوارۀ وارۀ کړى يئ، نو تاسو به هغه خوښه راياده کړئ چې ما درکړې ده.