Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 11:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 11:25
7 Iomraidhean Croise  

د داؤد شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او مالِک خُدائ ټول قومونه د هغۀ نه يرول.


زۀ به په هغه خلقو خپله يره راولم چې کوم ستاسو مخالفت کوى، زۀ به هغه خلق په وارخطايۍ آخته کړم د کومو خلقو سره چې تاسو جنګ کوئ او زۀ به ستاسو ټول دشمنان ستاسو نه وزغلوم.


د نن نه به د دُنيا په ټولو قومونو باندې ستاسو يره واچوم. هر څوک به ستاسو نوم اورېدو سره په لړزان کيږى.


هغه به د هغوئ په بادشاهانو تاسو زورَور کړى. تاسو به هغوئ ووژنئ او هغوئ به هېر کړے شى. هيڅ څوک به ستاسو مخه نۀ شى نيولے، تاسو به هر يو تباه کړئ.


يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.


او ورته يې ووئيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ دا مُلک تاسو له درکړے دے او د دې مُلک هر يو کس تاسو نه سخت يريږى.


د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan