Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 11:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 11:24
13 Iomraidhean Croise  

د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.


سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو.


هغه د فرات سيند د علاقې نه واخله د فلستيانو مُلک او د مِصرى سرحد پورې د ټولو بادشاهانو نه عظيم بادشاه وو.


زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.


زۀ به ستاسو نه د شمال ټول فوجيان لرې وشړم، او هغوئ به زۀ خوشى صحرا او وران مُلک ته وشړم. او د هغوئ وړومبۍ دستې به مشرقى سمندر ته او وروستۍ به يې مغربى سمندر ته وغورزوم. او د هغوئ سخا شوى لاشونو نه به بدبوئ خېژى او په هر طرف به خوريږى. يقيناً چې مالِک خُدائ غټ کارونه کړى دى.


خېمې اوچتې کړئ او په سفر روان شئ. د اموريانو د غرونو مُلک او ټولو ګېرچاپېره علاقو ته لاړ شئ چې د اُردن مېدان، د غرونو مُلک او لاندې علاقې، د صحرا علاقه او د مديترانى د سمندر غاړه په کښې ده. د کنعان مُلک ته او د لبنان غرونو نه اخوا د فرات لوئ سيند پورې لاړ شئ.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه لويه کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده نو بيا چې کله هم تاسو غواړئ نو هلته غوښه خوړے شئ.


د نفتالى ټوله علاقه، د اِفرائيم او منسى علاقې، د مديترانى د سمندر پورې د يهوداه علاقه،


په هغه وخت موسىٰ ما سره دا لوظ وکړو چې ما او زما بچو ته به بې‌شکه دا مُلک د ميراث په توګه ملاويږى چې په کوم کښې ما قدم اېښے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan