Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 11:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 نو چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به هغه ټول قومونه وشړى او تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ کوم چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 11:23
8 Iomraidhean Croise  

نن چې زۀ تاسو له کوم قانون درکوم هغه ومنئ. چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به اموريان، کنعانيان، حِويان، فرزيان، حِتيان او يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړم.


کله چې تاسو مخ په وړاندې روان وئ، نو هغۀ هغه قومونه وشړل چې ستاسو نه لوئ او طاقتور وُو، چې هغه تاسو د هغوئ مُلک ته راولى او در يې کړى، کوم مُلک چې نن هم ستاسو دے.


اے بنى اِسرائيلو واورئ. تاسو به نن د اُردن سيند نه پورې وځئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې د هغه قومونو دے چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. د هغوئ ښارونه لوئ لوئ دى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى.


په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.


چې تاسو مخ په وړاندې تلئ نو مالِک خُدائ لوئ لوئ او تکړه قومونه شړلى دى او تر اوسه پورې څوک د دې قابل نۀ دى چې ستاسو خِلاف ودريږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan