22 ما چې کوم حُکمونه درکړى دى په هغې باندې په ايماندارۍ سره عمل کوئ يعنې، مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ په لاره سم روان اوسئ او د هغۀ نه مۀ لرې کېږئ،
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
مالِکه خُدايه ستا اصُول مې راټينګ کړى دى، ما شرمېدو ته مۀ پرېږده.
هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ، په پوره ځان او په پوره عقل سره مينه ساتئ.
کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ.
مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ.
مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ ټولې مطالبې، اصُول، قانون او حُکمونه منئ.
نو کۀ تاسو زما په حُکمونو په وفادارۍ سره عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى، او تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه د هغۀ خِدمت کوئ،
بيا تاسو درې نور ښارونه خوښ کړئ. کۀ تاسو هغه هر څۀ کوئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ او د هغۀ د اصُولو په مطابق ژوند تېروئ نو هغه به تاسو له دا مُلک درکړى.
د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ وفادار شئ نو بيا به تاسو او ستاسو اولاد په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره د ورکولو وعده کړې ده.“
پام کوئ چې د هغۀ په ټول قانون عمل کوئ کوم چې هغۀ تاسو له درکړے دے.
نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.