Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 11:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 چې تاسو د مالِک خُدائ په حقله څۀ زده کړى دى نو هغه اوس ياد ساتئ. ستاسو په بچو نه بلکې په تاسو پخپله دا واقعې تېرې شوې. تاسو د مالِک خُدائ لوئى، د هغۀ طاقت، د هغۀ قوت،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 11:2
14 Iomraidhean Croise  

چا چې په هغه وخت د خپل طاقت او قدرت څرګندونه وکړه، د هغۀ مينه ابدى ده.


نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم او زۀ به تاسو د مِصريانو د غلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او مِصريانو له به سخته سزا ورکړم او زۀ به تاسو خلاص کړم.


زۀ نن تا ته تعليم درکوم دا چې ستا ايمان په مالِک خُدائ باندې پېدا شى.


خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.


خو تر ننه پورې خُدائ پاک زما مل دے، نو ځکه زۀ دلته ستاسو په وړاندې ولاړ يم او لويو او وړو ته دا ګواهى ورکوم د څۀ چې نبيانو او موسىٰ پېشګوئې کړې ده، د دې نه بغېر نور څۀ نۀ وايم،


نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى،


اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى.


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


او هغوئ ووئيل چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته خپله لوئى او جلال په هغه وخت وښودلو چې د اور نه مو د هغۀ خبرې اورېدلې. مونږ ته نن دا پته ولګېده چې کۀ خُدائ پاک د يو انسان سره خبرې وکړى نو هغه انسان بيا هم ژوندے پاتې کېدے شى.


هغه سختې وباګانې، معجزې او نښې رايادې کړئ چې تاسو په خپلو سترګو وليدلې او هغه لوئ طاقت او قوت چې د کوم په ذريعه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ. لکه څنګه چې هغۀ مِصريان تباه کړل، نو هغه ټول خلق به هم هغه شان تباه کړى چې تاسو ترې نه يرېږئ.


هيڅکله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک مۀ هېروئ او نۀ چې نورو معبودانو ته واوړئ چې د هغوئ عبادت او خِدمت وکړئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم چې بې‌شکه تاسو به تباه شئ.


او ما دُعا وکړه، اے مالِکه خُدايه، خپل خلق مۀ تباه کوه، هغه خلق چې تا بچ کړل او د خپل لوئ طاقت او قوت سره دې د مِصر نه راوويستل.


ترڅو پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس هغوئ تر هغې پورې هم دغه شان کول چې هغه مشران ژوندى وُو چې کومو مشرانو په خپله هغه هر څۀ وليدل چې مالِک خُدائ څۀ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan