Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 11:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 او د څاروو دپاره به واښۀ درته ملاويږى. او ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 11:15
12 Iomraidhean Croise  

اخى‌اب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى.


تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې، او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې، او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.


په پټو کښې د خوراک دپاره د ګياه د نشتوالى په وجه هوسۍ هم خپل تازه پېدا شوى بچى هم داسې په ډاګه پرېښى دى.


څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.


مالِک خُدائ به هغوئ ته جواب ورکړى چې، ”ګورئ، زۀ تاسو له دومره غله دانه، نوى مے او د زيتُونو تېل درکوم چې ښۀ ډېر وى او پرې ماړۀ شئ، زۀ به بيا هيڅکله تاسو د نورو قومونو د خندا نۀ کړم.


اے ځنګلى ځناورو، مۀ يرېږئ. ځکه چې د صحرا د څرن زمکه راشنه کيږى. ونې به دوباره د مېوو نه ډکې شى، بيا به د اينځرو او د انګورو بوټى ښۀ ډېر ډک شى.


تاسو سره به د خوړلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وى ترڅو چې تاسو ښۀ ماړۀ شئ، او تاسو به د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د نوم شُکر ګزارى وکړئ، چا چې ستاسو دپاره معجزې کړې دى. نو بيا به هيڅکله زما خلق ونۀ شرميږى.


ستاسو فصلونه به دومره ډېر وى چې د انګورو د راټولولو وخت پورې به تاسو غوبل کوئ او تر هغه پورې به انګور راټولوئ چې د غلې کَرلو وخت راورسيږى. د خوراک دپاره تاسو ته به هغه هر څۀ ملاويږى چې تاسو يې غواړئ او په خپل مُلک کښې به تاسو په امن ژوند کوئ.


تاسو ډېر تخم کَرلے دے، خو فصل مو لږ رېبلے دے. تاسو خوراک کوئ خو ورباندې مړېږئ نه. تاسو اوبۀ څښئ، خو تنده مو پرې نۀ ختميږى. تاسو جامې اغوندئ، خو پرې نۀ ګرمېږئ. تاسو تنخواه ګټئ، خو صرف په هغه بټوه کښې اچولو دپاره چې په کښې سورى وى.


کورونه به مو د ښو ښو څيزونو نه ډک وى چې کوم تاسو په کښې اېښى نۀ وى او هلته به کوهى وى چې تاسو کنستلى نۀ وى او د انګورو او زيتُونو باغونه به وى چې تاسو کَرلى نۀ وى. کله چې مالِک خُدائ تاسو دې مُلک ته راولى نو ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ،


تاسو چې د خوراک دپاره څۀ غواړئ هغه هر څۀ به درته ملاويږى او چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کوم آباد مُلک درکړے دے د هغې دپاره به تاسو د هغۀ شُکر ادا کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan