Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 11:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې مُلک خيال ساتى او د کال په هر موسم کښې يې ورباندې نظر وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 11:12
8 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.


تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.


خو په يهودى مشرانو باندې د خُدائ پاک نظر وو او د فارس آفسرانو دا فېصله وکړه چې تر هغې پورې به يو کار هم نۀ کوى چې ترڅو يې داريوس بادشاه له خط نۀ وى لېږلے او جواب يې نۀ وى راغلے.


مالِک خُدائ په هغوئ نظر ساتى څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ باندې چې د هغۀ په ازلى مينه اُميد ساتى،


د مالِک خُدائ نظر په صادقانو وى او د هغوئ فريادونه اورى.


تا کال ته په آبادۍ سره برکت ورکړو، تر دې چې ګاډۍ او کوڅې دې دانو نه انبار کړې.


بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى.


زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan