”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ تۀ زما په لار روان يې او زما قانون منې، نو تۀ به زما د کور حکمرانى کوې او زما د دربار اختيار به درسره وى، او زۀ به تا له د دوئ په مينځ کښې ځائ درکړم څوک چې دلته ولاړ دى.
د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“
موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.