9 نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاو نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې وه.
صرف زۀ به د اِمامانو ميراث يم. تاسو هغوئ ته په بنى اِسرائيلو کښې ملکيت مۀ ورکوئ، زۀ به د هغوئ ملکيت يم.
د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو.
په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے.
د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.
هغه ليويان مۀ هېروئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، ځکه چې د هغوئ خپل هيڅ جائيداد نشته.
دا خوراک د ليويانو دپاره دے، ځکه چې د هغوئ خپل جائيداد نشته او ورسره د هغه مسافرو دپاره، يتيمانو او کونډو دپاره دے چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. هغوئ ټول دې راځى او د خپل ضرورت څيزونه دې ترې نه اخلى. هم دغه شان کوئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له ستاسو په هر څۀ کښې برکت درکوى.
موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو.