5 او زۀ د غرۀ نه راکوز شوم څنګه چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے وو، نو تختې مې په صندوق کښې کېښودلې. او هغه تختې تر اوسه پورې په صندوق کښې پرتې دى.“
بيا د لوظ صندوق کښې هغه د کاڼو دوه تختې کېږده کومې چې زۀ درکوم، په کومو باندې چې حُکمونه ليکلى دى.
د کاڼى چې کومې دوه تختې زۀ درکوم هغه د لوظ صندوق کښې کېږده او هغه د کفارې تخت د صندوق دپاسه کېږده.
موسىٰ واپس د غرۀ نه راکوز شو، د ځان سره يې هغه د کاڼو دواړه تختې راوړې چې په دواړو مخونو يې حُکمونه ليکلے شوى وُو.
موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.
چې کله موسىٰ د لسو حُکمونو د دوو تختو سره د سينا غرۀ نه راکوز شو، نو د هغۀ مخ ځلېدلو ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ سره خبرې کړې وې، خو هغه ترې نه خبر نۀ وو.
بيا هغۀ د کاڼو دوه تختې واخستلې او د لوظ صندوق کښې يې کېښودلې. هغۀ د صندوق په کَړو کښې بازوګان واچول او د دې د کفارې تخت يې پرې کېښودو.
او زۀ به په هغې باندې هم هغه څۀ وليکم څۀ چې ما په هغه تختو باندې ليکلى وُو چې تا ماتې کړې او بيا به تۀ هغه په صندوق کښې کېږدې.“
نو زۀ واپس شوم او د غرۀ نه راکوز شوم، هغه د کاڼو دوه تختې مې راروانې کړې وې چې په کومو باندې شريعت ليکلے شوے وو. د غر نه د اور لمبې ختلې.
يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى.