Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 10:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وې، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ او هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 10:4
10 Iomraidhean Croise  

چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د موسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.


موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.


په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ.


بيا مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په هغې باندې هغۀ په خپله هغه څۀ ليکلى وُو څۀ يې چې په هغه ورځ د اور نه تاسو ته فرمائيلى وُو چې هلته د غرۀ سره راغونډ وئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan