Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 10:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کله چې ستاسو پلار نيکۀ مِصر ته لاړل، هغوئ صِرف اويا کسان وُو. خو اوس مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 10:22
14 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې وفرمائيل، ”آسمان ته وګوره، کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“


زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.


په خپله د يعقوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى.


د يوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کوم چې هلته لاړل د يعقوب د خاندان هغه ټول کسان په شمېر کښې اويا تنه وُو.


تا هغوئ له دومره بچى ورکړل لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى، او تا هغوئ راوستل چې هغه مُلک قبضه کړى او هلته اوسيږى هغه مُلک کوم چې تا د هغوئ پلار نيکۀ له د ورکولو وعده کړې وه.


د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو.


ټول اِسرائيليان په شمېر کښې شپږ لاکه يو زر اووۀ سوه او دېرش سړى وُو.


د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو.


د دې نه وروستو يوسف خپل پلار يعقوب او خپلو ټولو رشته‌دارانو ته چې په شمېر کښې ټول پينځۀ اويا کسان وُو، مِصر ته د راتلو بلنه ورکړله.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره کړى يئ.


مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دې تاسو يو په زر زيات کړى او هغه دې تاسو دولتمند کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.


نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.


اګر چې تاسو به د آسمان د ستورو په شان بې‌شمېره شئ، خو صِرف ستاسو يو څو کسان به ژوندى پاتې شى، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى ونۀ کړه.


نو په دې وجه بيا د يو سړى نه چې د مړى په شان وو، چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى بې‌شمېره اولاد پېدا شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan