Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 10:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او زۀ به په هغې باندې هم هغه څۀ وليکم څۀ چې ما په هغه تختو باندې ليکلى وُو چې تا ماتې کړې او بيا به تۀ هغه په صندوق کښې کېږدې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 10:2
9 Iomraidhean Croise  

د لوظ صندوق کښې دننه د کاڼو هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، په کوم وخت کښې چې بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه راووتل او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.


د لوظ صندوق دننه د کاڼو د هغه دوو تختو نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو کومې چې موسىٰ د سينا د غرۀ سره په کښې اېښې وې، دا په هغه وخت کښې شوى وُو چې کله بنى اِسرائيليان د مِصر نه راروان وُو او مالِک خُدائ د هغوئ سره يو لوظ وکړو.


چې کله موسىٰ خېمو ته ښۀ رانزدې شو او هغه سخے او د خلقو ګډېدل يې وليدل، نو سخت په قهر شو. هغۀ چې کومې تختې روانې کړې وې هغه يې هلته د غرۀ په لمن کښې وغورزولې او ماتې يې کړې.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.


بيا هغۀ د کاڼو دوه تختې واخستلې او د لوظ صندوق کښې يې کېښودلې. هغۀ د صندوق په کَړو کښې بازوګان واچول او د دې د کفارې تخت يې پرې کېښودو.


او زۀ د غرۀ نه راکوز شوم څنګه چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے وو، نو تختې مې په صندوق کښې کېښودلې. او هغه تختې تر اوسه پورې په صندوق کښې پرتې دى.“


هغۀ تاسو ته وفرمائيل چې د هغه لوظ پوره کولو دپاره به څۀ کوئ، تاسو به په هغه لسو حُکمونو عمل کوئ، کوم چې هغۀ د کاڼو په هغه دوه تختو باندې ليکلى وُو.


په هغې کښې د سرو زرو د خوشبو قربان‌ګاه او د لوظ صندوق وو چې په څلورو واړو طرفو يې سرۀ زر لګېدلى وُو. په دې کښې د من نه ډک يو د سرو زرو منګے، او د هارون زرغونه شوې امسا، او د کاڼو تختۍ چې پرې حُکمونه ليکلے شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan