18 هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.
د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بېاِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“
تۀ د بېپلاره مظلومانو محافظ يې، نو فانى انسان به دوئ په دې دُنيا کښې يرولے نۀ شى.
مالِک خُدائ خپل صداقت سر ته رسوى، او د ټولو مظلومانو سره اِنصاف کوى.
مالِک خُدائ د هر چا سره ښۀ دے، او هر څۀ چې هغۀ پېدا کړى دى په هغه ټولو مهربانه دے.
مالِک خُدائ د مسافرو خيال ساتى، او يتيمانو او کونډو ته خوراک ورکوى، خو هغه د بدعملو منصوبې او طريقې خرابوى.
د يتيمانو دپاره پلار دے او د کونډو حفاظت کوى، هم دا خُدائ پاک دے څوک چې په خپل مقدس ځائ کښې سکونت کوى.
تۀ بېکسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى. خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.
څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى.
د يو مسافر سره بد سلوک يا زياتے مۀ کوئ، هغه راياد کړئ چې تاسو په خپله د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.
د کونډې يا يتيم سره بد سلوک مۀ کوئ.
کۀ تاسو د هغوئ سره بد سلوک وکړو او چې کله هغوئ ما مالِک خُدائ ته د مدد دپاره فرياد وکړى نو زۀ به د هغوئ فرياد اورم،
نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“
خو زۀ به ستاسو د يتيمانو خيال ساتم او ستاسو کونډې دې هم په ما د مدد دپاره باور وکړى.“
اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“
کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شى چې خپل ځان نۀ شى ساتلے، نو تاسو خامخا د هغۀ مدد کوئ لکه څنګه چې تاسو د پردى مُلک کس سره مدد کوئ، نو چې هغه ستاسو سره نزدې پاتې شى.
کۀ تۀ مونږ سره لاړ شې، نو چې مالِک خُدائ مونږ له څومره برکتونه هم راکوى نو په هغې کښې به ستا حِصه وى.“
چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.
هغۀ خپل وجود په تاسو د رحم په وسيله ثابت کړو، يعنې په تاسو د آسمان نه باران ورَوى او په خپل موسم کښې فصلونه درکوى، هغه تاسو په خوراک مړوى او ستاسو زړونه خوشحالوى.“
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.