Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 10:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 10:17
33 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بې‌اِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“


او ما ووئيل، ”اے مالِکه خُدايه، د آسمان خُدايه پاکه، اے عظيمه او د رُعب خُدايه پاکه، تۀ د هغه چا سره خپل د رحم لوظ پوره کوې چې څوک درسره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،


ما ته پته ولګېده چې خلق يرېدلى وُو، نو ما هغوئ، او د هغوئ مشرانو او آفسرانو ته ووئيل، ”زمونږ د دشمنانو نه مۀ يرېږئ. ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ډېر لوئ او يروونکے دے او ستاسو وطندارانو، ستاسو زامنو، لوڼو، ښځو او ستاسو د کورونو دپاره جنګ وکړى.“


اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.


څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.


هغوئ دې ستا د لوئ او هيبتناک نوم ثناء صِفت وکړى، ځکه چې ستا نوم پاک دے،


رشوت مۀ اخلئ، ځکه چې رشوت بينا خلق ړندوى او حق نۀ ګورى او رشوت د صادقانو په خبرو کښې هم چالاکى پېدا کوى.


”اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ستا تخت د وزرو والا مخلوق دپاسه دے، يواځې تۀ هغه خُدائ پاک يې، چې د دُنيا په ټولو بادشاهانو حکومت کوى. تا زمکه او آسمان پېدا کړى دى.


زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“


بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بې‌عزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.


تۀ زرګونو خلقو سره مينه کوې، خو د مور پلار د ګناهونو په وجه تۀ د هغوئ بچو له سزا ورکوې. اے عظيم او طاقتور خُدايه، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے،


بادشاه به هغه څۀ کوى څۀ چې يې زړۀ غواړى. هغه به خپل ځان د هر معبود نه اوچت او لوئ ګڼى او د خُدائ پاک خلاف به هم کُفر وائى څوک چې د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے. هغه به کامياب شى تر هغه وخته چې د غضب وخت پوره شوے نۀ وى، ځکه څۀ چې وئيلے شوى دى هغه به پوره کيږى.


دا د غرۀ نه د کاڼى د راجدا کېدلو د رويا تعبير دے، خو د انسانانو په لاسونو نه، هغه کاڼى چې اوسپنه، زېړ، خاوره، سپين زر او سرۀ زر يې ټوټه کړل. لوئ خُدائ پاک بادشاه ته دا ښودلى دى چې په راتلونکى وخت کښې به څۀ کيږى. دا خوب رښتيا او تعبير يې باورى دے.“


بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“


هغوئ راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې. ولې مونږ ته دا روا دى چې د روم قيصر ته محصُول ورکړُو او کۀ نه؟ ولې مونږ هغوئ ته ورکړُو او کۀ ور يې نۀ کړُو؟“


نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


او کوم خلق چې مشران حسابېدل، هغه کۀ هر څنګه وُو، زما ورسره هيڅ کار نشته ځکه چې خُدائ پاک د هيچا طرفدارے نۀ کوى، د هغه مشرانو نه زما په زېرى کښې هيڅ زياتوالے رانۀ غلو.


اے مالِکانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره داسې سلوک کوئ. هغوئ له دهمکى مۀ ورکوئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو دواړو په آسمان کښې مالِک يو دے او هغه د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.


هغوئ به په خپلو فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار نۀ اخلى، او رشوت دې نۀ اخلى، ځکه چې رشوت هوښيار خلق ړندوى او د صادقانو په خبرو کښې چالاکى پېدا کوى.


مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د يو بې‌ګناه کس د قتل پېسې اخلى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے.


ځکه چې څوک بد کوى هغۀ ته به د خپلې بدۍ سزا مِلاو شى، ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.


نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.


”خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. هغۀ ته پته ده چې مونږ داسې ولې وکړل او مونږ غواړُو چې تاسو ته هم پته ولګى. کۀ مونږ سرکشى وکړه او په مالِک خُدائ باندې مو ايمان ونۀ لرلو، نو مونږ نور ژوندى مۀ پرېږدئ.


او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.


هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“


او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan