د نن نه پس به تاسو هر يو نر ماشوم سنت کوئ چې هغه د اتو ورځو شى، ورسره هغه نوکران چې ستاسو په کور کښې پېدا وى او هغه هم چې د بل مُلک نه راوستلے شوى دى. د دې نه به دا معلوميږى چې زما او ستا په مينځ کښې لوظ شته.
اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“