14 ګورئ، دا اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، دا زمکه او په دې کښې هر څۀ د هغۀ دى.
هغۀ دپاره يې برکت وغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”خُدائ تعالىٰ دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان او زمکه پېدا کړى دى.
ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالىٰ دے، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے،
خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟
خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟ ستا هستى خو دومره لويه ده چې آسمانونه، لوئ آسمانونه هم ستا دپاره واړۀ دى نو بيا دا کور خو ډېر زيات وړوکے دے چې ما جوړ کړے دے.
او بيا بنى اِسرائيلو دا دُعا وکړه، ”مالِکه خُدايه، يواځې تۀ مالِک خُدائ يې، تا آسمانونه او د آسمان ستورى جوړ کړى دى. تا زمکه او سمندر او په دې کښې هر څۀ جوړ کړى دى، تا هر څيز له ساه ورکړې ده. آسمانى مخلوق تا ته سجده کوى او ستا عبادت کوى.
چا ما له څۀ راکړى دى چې زۀ بدله ورکړم؟ د آسمان نه لاندې هر څۀ زما دى؟
اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.
اوچتو آسمانونو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، په آسمان کښې بره اوبو د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.
دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.
کۀ چرې زۀ اوږے شوے وم خو بيا هم به مې وئيلى نۀ وُو تا ته، ځکه چې دُنيا او څۀ چې په کښې دى هغه ټول زما دى.
د هغۀ ثناء صِفت وکړئ څوک چې په عرش باندې د ازل نه ناست دى، هغه چا ته څوک چې په دروند آواز غږيږى.
اوس، کۀ تاسو زما فرمانبردارى وکړئ او زما په لوظ باندې ټينګ ودرېږئ، نو بيا به تاسو په ټولو خلقو کښې زما خپل خاص خلق يئ، هسې خو ټوله زمکه زما ده.
موسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا دپاره خپل لاسونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى او نوره ږلۍ به نۀ وريږى، نو داسې به تا ته پته ولګى چې زمکه د مالِک خُدائ ده.
مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“
هغه خُدائ پاک چې دُنيا يې پېدا کړه او په کښې يې هر څيز هم پېدا کړل، څوک چې د آسمان او د زمکې مالِک دے هغه د بنى آدمو د لاس جوړو شوو زيارتونو کښې نۀ اوسيږى.
ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“
خو کۀ تاسو ته څوک ووائى چې، ”دا بُت ته د قربانۍ غوښه ده،“ نو د هغۀ د ضمير د خاطره هغه مۀ خوره.
زۀ په مسيح کښې يو سړے پېژنم څوک چې څوارلس کاله مخکښې اوچت کړے شو او آخرى آسمان ته پورته کړے شو، خو زۀ خبر نۀ يم چې په وجود کښې وو او کۀ د وجود نه بغېر وو، خُدائ پاک ته پته ده.
او د هغۀ ټول قانون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې دپاره درکوم.
اے بنى اِسرائيلو، ستاسو د خُدائ پاک په شان خُدائ نشته، د خپل شان سره هغه پاس په آسمان کښې دے، ستاسو د مدد دپاره هغه په وريځو سور راځى.