13 او د هغۀ ټول قانون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې دپاره درکوم.
سليمان د مالِک خُدائ سره مينه کوله او د خپل پلار داؤد په خبرو يې عمل کولو، خو هغۀ هم په علاقائى عبادتخانې کښې خوشبويۍ سوزولې او قربانۍ يې پېش کولې.
کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا له فائده درکړى، او کۀ تۀ مسخره کوونکے يې نو صرف تا ته به د هغې نقصان مِلاو شى.
زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.
اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،
ګورئ، دا اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، دا زمکه او په دې کښې هر څۀ د هغۀ دى.
بيا مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته حُکم وکړو چې د هغۀ په ټول قانون به عمل کوُو او د هغۀ درناوے به کوُو. کۀ مونږ داسې وکړل نو زمونږ قوم به همېشه د هغۀ د نظر لاندې وى او کاميابى به زمونږه وى.
خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.