Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 10:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې پاڅم او ستاسو لارښودنه وکړم، چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې د کوم وعده يې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 10:11
5 Iomraidhean Croise  

اوس لاړ شه، خلق هغه ځائ ته بوځه کوم چې ما درته ښودلے دے. او ګوره، زما فرښته به ستا لارښودنه کوى، خو هغه وخت راروان دے چې زۀ به دې خلقو له د هغوئ د ګناه سزا ورکړم.“


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.


ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“


”د وړومبى ځل په شان زۀ په غر باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې ايسار شوم، مالِک خُدائ يو ځل بيا زما خبرې ته غوږ ونيولو او په دې رضا شو چې تاسو به نۀ تباه کوى.


اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan