10 ”د وړومبى ځل په شان زۀ په غر باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې ايسار شوم، مالِک خُدائ يو ځل بيا زما خبرې ته غوږ ونيولو او په دې رضا شو چې تاسو به نۀ تباه کوى.
چې موسىٰ بره غرۀ ته ورختلو نو د وريځې مينځ ته ورننوتلو او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غرۀ کښې ايسار شو.
نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو يې هغه تباهى رانۀ وستله د کومې په حقله وى چې هغۀ فرمائيلى وُو.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.“
موسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې او شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل او نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د لوظ خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.
او وئيل يې چې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بېشکه کۀ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه وى نو اوس دې د دې سولۍ نه راکوز شى، نو بيا به پرې مونږ ايمان راوړو.
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې پاڅم او ستاسو لارښودنه وکړم، چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې د کوم وعده يې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه.
نو په هغه څلوېښتو ورځو او څلوېښتو شپو کښې زۀ د مالِک خُدائ په حضور کښې پړمخې پروت وم، دا ځکه چې ما ته پته وه چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لرى.