Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 1:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 1:8
39 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو تر اوسه پورې دومره ګناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“


نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو لوظ وکړو. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تا سره دا لوظ کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم،


کله چې هغوئ اوږى وُو، نو تا هغوئ له د آسمان نه روټۍ ورکړه، او چې کله هغوئ تږى وُو نو تا د يو کاڼى نه هغوئ له اوبۀ ورکړې. تا هغوئ ته ووئيل چې هغه مُلک قبضه کړئ د کوم چې تا هغوئ له د ورکولو وعده کړې وه.


زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”تۀ او دا خلق چې تا د مِصر د مُلک نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ او هغه زمکې ته لاړ شئ د کومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے.


تا هغوئ ته هغه زرخيزه زمکه ورکړه د کومې دې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وړاندې وعده کړې وه.


تۀ دا د هغوئ په مينځ کښې برابر تقسيم کړه، ځکه چې ما قسم خوړلے وو چې دا به ستاسو پلار نيکۀ له ورکړم، دا زمکه به ستاسو ميراث شى.


هغوئ به هيڅکله هم هغه مُلک ته دننه نۀ شى د کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے دے. هغه هيڅ څوک به هم ورننه نۀ وځى چا چې زما سپکاوے کړے دے.


”دوئ زما په لاره روان نۀ دى، نو زۀ قسم کوم چې کوم خلق د مِصر نه راوتلى دى هغه يو سړے به هم هغه مُلک ته ورننه نۀ وځى چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى چې د کوم مُلک لوظ ما د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب سره کړے وو.


مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دې تاسو يو په زر زيات کړى او هغه دې تاسو دولتمند کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.


ستاسو د دې بدعمله نسل نه يو کس به هم هغه زرخېز مُلک ته ورننه نۀ وځى چې د کوم د ورکولو لوظ ما ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے.


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې پاڅم او ستاسو لارښودنه وکړم، چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې د کوم وعده يې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه.


تاسو چې چرته هم قدم ږدئ، نو هغه زمکه به ستاسو وى. ستاسو علاقه به د بيابان نه تر لبنان پورې، د فرات د سيند نه واخله د مديترانى د سمندر پورې خوره وى.


نو تاسو به په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ او د هغوئ اولاد له يې د ورکولو وعده کړې ده، هغه مُلک چې زرخېزه او آباد دے.


او چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کومه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له راکوى. د عِيسو اولاد په ادوم کښې اوسيږى او موآبيان چې په عار کښې اوسيږى، هغوئ مونږ له اجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو.


په آسمان کښې د خپل مقدس مقام نه لاندې وګوره او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو له برکت ورکړه، هغه مُلک له هم برکت ورکړه چې زرخېز او آباد دے کوم چې تا مونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمونږ د پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.


هغه دې د هغه وخت مقرر شوى اِمام له لاړ شى او هغۀ ته دې ووائى چې زۀ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته دا اِقرار کوم چې زۀ هغه مُلک ته ورداخل شوم چې زمونږ د پلار نيکۀ سره يې وعده شوې وه چې مونږ له به يې راکوى.


مالِک خُدائ به تاسو له په هغه مُلک کښې ډېر اولاد، ډېر څاروى، او ډېر فصلونه درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.


نن تاسو د هغه لوظ دپاره راغلى يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو سره کوى چې هغه د قسم په شان پوخ دے،


د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره مينه کوئ، د هغۀ فرمانبردارى کوئ او د هغۀ وفادار شئ نو بيا به تاسو او ستاسو اولاد په هغه مُلک کښې ډېره موده تېره کړئ چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره د ورکولو وعده کړې ده.“


بيا موسىٰ يشوَع راوغوښتلو او د ټولو بنى اِسرائيلو په مخکښې يې هغۀ ته وفرمائيل، ”تکړه او زړَور اوسه، تۀ هغه کس يې چې د دې خلقو رهنمائى به کوې چې هغه مُلک قبضه کړى چې مالِک خُدائ يې د هغوئ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“


بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.


لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره لوظ کړے دے، هغه به تاسو له لوئ لوئ او ښائسته ښارونه درکړى کوم چې تاسو نۀ وى جوړ کړى.


کۀ تاسو دې حُکمونو ته غوږ ونيسئ او په وفادارۍ سره پرې عمل کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو سره خپل لوظ پوره کړى او خپله نۀ بدلېدونکې مينه به درته وښائى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


هغه به ستاسو سره مينه کوى او برکت به درکړى، نو ستاسو شمېر به زيات شى او ډېر اولاد به پېدا شى، هغه به ستاسو پټى برکتناک کړى، نو چې ستاسو غله، مے او د زيتُونو تېل به پېدا کړى، او هغه به تاسو له برکت درکړى چې تاسو له ډېر څاروى، چېلۍ او ګډې درکړى. هغه به دا ټول برکتونه تاسو له په هغه مُلک کښې درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.


خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ.


ما چې نن کوم قانون درکړے دے په هغه ټول په وفادارۍ سره عمل کوئ، نو چې داسې تاسو ژوندى پاتې شئ او ودان شئ او هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ د هغې وعده ستاسو پلار نيکۀ سره کړې ده.


په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.


کله چې خُدائ پاک د اِبراهيم سره لوظ وکړو نو د هغۀ نه بل څوک لوئ نۀ وو چې قسم يې پرې کړے وے نو ځکه هغۀ په خپل نوم قسم وکړو.


هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ به تا له په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم.“


تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو.


د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan