6 ”کله چې مونږ د سينا غرۀ سره وُو نو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته وفرمائيل چې تاسو د دې غرۀ سره ډېر زيات ايسار شوى يئ.
او ګوره، زۀ به په سينا کښې په يو ګټ باندې ستا په وړاندې ولاړ يم. تۀ هغه ګټ په امسا ووهه او د هغه ګټ نه به د خلقو دپاره د څښلو اوبۀ راوځى.“ نو موسىٰ د بنى اِسرائيلو د مشرانو په مخکښې هم دغه شان وکړل.
د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.
کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو.
دا هغه وخت وو کله چې اِسرائيليان د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د موآب په علاقه کښې وُو چې د خُدائ پاک په قانون او حُکمونو باندې موسىٰ هغوئ پوهول شروع کړل. هغۀ وفرمائيل چې،
په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ.
د سينا په غرۀ باندې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يو لوظ وکړو،
د سينا په غرۀ باندې هم تاسو مالِک خُدائ دومره غصه کړو چې ستاسو بربادولو ته تيار وو.