5 دا هغه وخت وو کله چې اِسرائيليان د اُردن نمرخاتۀ طرف ته د موآب په علاقه کښې وُو چې د خُدائ پاک په قانون او حُکمونو باندې موسىٰ هغوئ پوهول شروع کړل. هغۀ وفرمائيل چې،
دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.
”کله چې مونږ د سينا غرۀ سره وُو نو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته وفرمائيل چې تاسو د دې غرۀ سره ډېر زيات ايسار شوى يئ.
نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو.
هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې نن کومې خبرې تاسو سره کړې دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى.
موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د خُدائ پاک قانون او اصُول وښودل.
بل داسې يو قوم هم نشته چې هغه هر څومره لوئ وى، چې د هغوئ سره داسې د صداقت قانون وى لکه چې نن ما تاسو ته ښودلے دے.