44 نو په هغه غرونو کښې چې کوم اموريان اوسېدل هغوئ ستاسو خِلاف لکه د مچو په شان راووتل. هغوئ د حُرمه پورې په تاسو پسې وُو او هلته يې د غرونو په مُلک ادوم کښې شکست درکړو.
هغوئ زما نه لکه د مچو په شان راتاو شُو، لکه د ازغو د اور په شان زر هلاک شُو، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.
کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د مِصريانو د راغوښتو دپاره شپېلۍ ووهى چې د نيل درياب د لرې غاړو نه د مچانو په شان راشى او اسوريانو ته به شپېلۍ ووهى چې د شاتو د مچو په شان د خپل مُلک نه راشى.
بيا عماليقيان او کنعانيان لاندې راغلل کوم چې هلته اوسېدل او هغوئ له يې شکست ورکړو او د حُرمه پورې يې وزغلول.
مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.
مالِک خُدائ به ستاسو دشمنانو له په تاسو باندې فتح ورکړى. تاسو به د يو طرف نه په هغوئ باندې حمله وکړئ، خو تاسو ته به د تېښتې لار نۀ ملاويږى، چې د زمکې خلق ستاسو دا حالات وګورى نو وبه يريږى چې دا په تاسو څۀ شوى دى.
ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.
د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.