43 مالِک خُدائ چې څۀ فرمائيلى وُو نو هغه ما تاسو ته وفرمائيل، خو تاسو هغې ته هيڅ توجو ورنۀ کړه. تاسو د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د خپل غرور سره د غرونو مُلک ته روان شوئ.
خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.
بل سحر وختى هغوئ د غرونو مُلک ته روان شول، هغوئ ووئيل، ”اوس به مونږ هغه مُلک ته لاړ شُو چې د کوم په حقله مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى دى. مونږ دا منو چې مونږ ګناه کړې ده.“
خو هغوئ زړَور روان وُو چې د غرونو مُلک ته وخېژى، اګر چې نۀ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او نۀ موسىٰ د خېمو نه ورسره تلے وو.
خو کۀ يو کس قصداً ګناه وکړى، کۀ هغه د خپل مُلک يا د پردى مُلک وى، نو د ګناه په وجه هغۀ د مالِک خُدائ بېعزتى کړې ده او هغه به وژلے شى،
تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.
خو تاسو د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د حُکم نه سرکشى وکړه او هغه مُلک ته وردننه نۀ شوئ.
هر څوک چې دا جرأت وکړى او چې د قاضى يا د اِمام دا فېصله ونۀ منى نو هغه دې خامخا ووژلے شى، چې د بنى اِسرائيلو نه دا ګنده کار ختم شى.