او وې فرمائيل چې، ”زۀ اوس د يو سل او شلو کالو يم او زۀ نور ستاسو د مشرۍ جوګه نۀ يم. او مالِک خُدائ ما ته دا هم فرمائيلى دى چې زۀ به د اُردن نه پورې نۀ ووځم.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې ما د دې وعده د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړې ده چې د هغوئ اولاد له به يې ورکوم. ما د دې کتلو ته پرېښودې خو هلته تلو ته به دې نۀ پرېږدم.“
خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما ته غصه وو او دا قسم يې وخوړو چې تۀ به د اُردن سيند نه پورې نۀ وځې چې هغه آباد مُلک ته لاړ شى کوم چې هغه تاسو له درکوى.