35 ستاسو د دې بدعمله نسل نه يو کس به هم هغه زرخېز مُلک ته ورننه نۀ وځى چې د کوم د ورکولو لوظ ما ستاسو پلار نيکۀ سره کړے دے.
نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،
نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے،
خو په هغوئ کښې د ډېرو نه خُدائ پاک راضى نۀ وو نو ځکه د هغوئ لاشونه په بيابان کښې خوارۀ وارۀ شول.
ګورئ، دا هغه ټوله زمکه ده د کومې چې ما، مالِک خُدائ، ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، يعقوب او د هغوئ د اولاد سره د ورکولو وعده کړې ده. لاړ شئ او هغه قبضه کړئ.“
دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.
ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.
نو اوس دا څوک وو چا چې هغه آواز واورېدو او بيا هم سرکشه شول؟ دا هغوئ ټول نۀ وُو چا چې د موسىٰ په مشرۍ کښې مِصر پرېښودو؟