34 مالِک خُدائ ستاسو شکايتونه واورېدل او په غصه شو، نو هغۀ دا قسم وخوړو او وې فرمائيل،
کله چې خُدائ پاک د دوئ نه خبر شو نو هغه ډېر په قهر شو، او هغۀ اِسرائيل په مکمل طور رد کړل.
نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، ”کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“
خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے،
او اوس تاسو د خپل پلار نيکۀ په ځائ يو نوې بدکاره نسل راغلى يئ چې د مالِک خُدائ سخت قهر په بنى اِسرائيلو باندې بيا راولئ.
او چا ته هغۀ قسم وخوړلو چې، هغوئ به زما په آرام کښې داخل نۀ شى؟ نو دا هغوئ نۀ وُو چا چې نافرمانى وکړه؟